په کيڼ اړخ موټر چلول – په سکاټلېنډ کې د سېلانيانو لپاره لارښوونې

دا ويب پاڼه د یوه موټر سړکونو د سم استعمال په اړه مشوره ورکوي او په سکاټلنډ کې د چپ لوري څخه د موټر چلولو یادونه کوي۔

Icon Grid

  • کيڼ اړخ ته اوسئ

  • د يوه موټر لارې

  • د مخکې کېدو ځایونه

  • نوي اصول

په سکاټلنډ کې په سرکونو د موټر چلونې مهمې لارښوونې

.د دې لپاره چې د چپلاس پر سرکونو د مخکې کېدو ځایونه وپېژنئ ــ دغه وېب پاڼه تاسو ته ځینې ګټورې لارښوونې کوي تر څو پر سرکونو خوندي پاتې شئ

تل په کيڼ اړخ موټر چلوئ

Circular keep left sign

کله چې حرکت ییلوئ یا له یوه سرک څخه بل ته ګرځئ، نو په چپ لوري کې پاتې شئ

Triangular roundabout sign

که چېرته تاسو یوې څلورلارې ته داخلېږئ، نو له هغو ترافیکو څخه لرې اوسئ چې له ښي لوري څخه را نږدې کېږي

Square fuel sign

په هر دلیل له درېدو وروسته (د بېلګې په توګه د تېلو د اخیستو لپاره) کله چې بیا سفر پیلوئ، نو په چپ لاس کې اوسئ

د مخکې کېدو د ځایونو پېژندل

Rectangular allow overtaking sign

ډېری د یوه موټر سرکونه یوازې د یوه موټر په اندازه پلن وي

Single track road with passing places sign.

له همدې امله ځینې لارې ښایي د مخکې کېدلو لپاره ځینې ځانګړي ځایونه ولري

Square passing place sign

دا معمولاً د سرک دواړو خواوو ته په متوالي واټنونو کې موجود وي

No parking sign

هیله ده د مخکې کېدو په ځایونو کې موټر پارک نکړئ

د یوه موټر لارې

Hexagonal stop sign

تاسو باید ودرېږئ تر څو را نږدې کیدونکي ترافیک تېر شي او له تاسو څخه مخکې شي

Rectangular allow overtaking sign

که چېرته تاسو ګورئ چې یو موټر ستاسو پر لور را روان دی، یا ستاسو تر شا موټر چلوونکی غواړي له تاسو څخه مخکې شي، ستاسو کیڼ لوري ته د مخکې کېدو د ځای لوري ته خپل موټر ګوښه کړئ، یا ستاسو ښي اړخ ته د مخکې کېدو ځای ته مخامخ صبر وکړئ

Oncoming traffic priority sign

کله چې هم کولای شئ نو په غر پورته راختونکو موټرو ته لاره ورکوئ

Square passing place sign

که چېرته داسې وي چې تاسو باید هغو ترافیکو ته لار ورکړئ چې ستاسو پر لور را روان دي، نو که چېرته د مخکې کېدو ځای ته نږدې یاست، شا ته لاړ شئ تر څو هلته ورسېږئ

Triangular cyclists sign

کله چې له پياده رو، سائيکل چلونکو او اس سپرو له ساحو څخه تېرېږئ نو پام کوئ او سرعت مو راکم کړئ

Triangular sheep sign

وګورئ چې پسونه او وحشي ژوي نه وي

‫او په یاد ولرئ ...‬

Circular no phone sign

د موټر چلونې پر مهال موبایل مه کاروئ

Circular no alcohol sign

هېڅکله الکولو تر څښاک وروسته موټر مه چلوئ

Circular no drugs sign

هېڅکله د نشه یي توکو له کارولو وروسته موټر مه چلوئ

Square fuel sign

له اوږود سفر څخه مخکې پلان جوړوئ – اکثر د پترولو د پمپونو تر مابين اوږود واټنونه وي

نوي مهم اصول

په لویه لاره کوډ (The Highway Code) کې بدلونونه شوي دي، چې پکې لاندې ته لومړيتوب ورکړل شوی دی۔

د سړک د کاروونکو لپاره د مراتبو یوه نوې لړۍ موجوده ده

هغوی چې ډېر ضرر رسولای شي، تر ټولو لوی مسوولیت لري

موټر چلوونکي او په موټرسايکل سپاره کسان باید هغو پلیو افرادو ته لاره ورکړي  چې له سړک څخه تېرېږي

‫په نورو جزئیاتو کې :‬

پلي او سایکل چلوونکي عابرین څلور لارو ته په ننوتلو او ترې وتلو کې زيات حق لري

‫موټر چلوونکي او په موټرسايکل :‬

  • سپاره کسان چې کله له نورو څخه مخکې کېږي، باید ډېر واټن په پام کې ونیسي. لږ تر لږه
  • ‫1.5 متره کله چې په 30mph سرعت کې له سایکل چلوونکي څخه مخکې کېږي‬
  • ‫د اس سپرو او اس راکښونکو ګاړو لپاره 2 متره او د 10mph څخه کم‬
  • 2 متره او کم سرعت کله چې په سړک د پليو تېرېدونکو لارويانو څخه تېرېږئ

سایکل چلوونکي کولای شي چې د لین په منځ کې حرکت وکړي یا دوه تنه د خپل خوندیتوب لپاره څنګ په څنګ حرکت وکړي

په موټر کې، دروازه باید په هغه لاس خلاصه شي چې له موټر څخه زيات لرې وي، دا کار له موټرچلوونکي سره مرسته کوي تر څو په خپله خوا و شا کې سایکل چوونکي او پلي لارویان وویني

د سرعت حدود

 موټروې

د دوه موټرونو لاره

د یوه موټر لاره

 

ودانیزه ساحه

70mph
113km/h

70mph
113km/h

60mph
97km/h

30mph
48km/h

موټر-موټرسایکل

60mph
97km/h

60mph
97km/h

50mph
80km/h

30mph
48km/h

موټر/کاروان

70mph
113km/h

60mph
97km/h

50mph
80km/h

30mph
48km/h

بس

70mph
113km/h

70mph
113km/h

50mph
80km/h

30mph
48km/h

د موټر کور – له 3,050 kg څخه کم (له بار پرته)

70mph
113km/h

60mph
97km/h

50mph
80km/h

30mph
48km/h

د موټر کور – له 3,050 kg څخه زیات(له بار پرته)

Back to top