تل په یاد ولرئ چې په چپ لاس موټر وچلوئ.

له هر چا سره مرسته کوي تر څو د سکاټلنډ پر سرکونو خوندي پاتې شي.

Icon Grid

  • په چپ لاس ځئ

  • د یوه موټر سرکونه

  • د مخکې کېدو ځایونه

  • نوي اصول

په سکاټلنډ کې په سرکونو د موټر چلونې مهمې لارښوونې

د دې لپاره چې د چپلاس پر سرکونو د مخکې کېدو ځایونه وپېژنئ ــ دغه وېب پاڼه تاسو ته ځینې ګټورې لارښوونې کوي تر څو پر سرکونو خوندي پاتې شئ.

له سیلانیانو سره مرسته کوي چې په سکاټلنډ کې په خوندي توګه موټر وچلوئ.

تاسو به په سرک د خوندي موټر چلونې په اړه دلته ځینې مهم معلومات ترلاسه کړئ. موږ هیله مند یو چې تاسو له سکاټلنډ څخه له خپلې لیدنې خوند واخلئ.

تل په چپ لاس موټر وچلوئ.

Circular keep left sign

کله چې حرکت ییلوئ یا له یوه سرک څخه بل ته ګرځئ، نو په چپ لوري کې پاتې شئ

Triangular roundabout sign

که چېرته تاسو یوې څلورلارې ته داخلېږئ، نو له هغو ترافیکو څخه لرې اوسئ چې له ښي لوري څخه را نږدې کېږي

Square fuel sign

په هر دلیل له درېدو وروسته (د بېلګې په توګه د تېلو د اخیستو لپاره) کله چې بیا سفر پیلوئ، نو په چپ لاس کې اوسئ.

د مخکې کېدو د ځایونو پېژندل.

Rectangular allow overtaking sign

ډېری د یوه موټر سرکونه یوازې د یوه موټر د تګ لپاره ځای وي.

Single track road with passing places sign.

له همدې امله ځینې لارې ښایي د مخکې کېدول لپاره ځینې ځانګړي ځایونه ولري

Square passing place sign

دا معمولاً د سرک دواړو خواوو ته په متوالي واټنونو کې موجود وي

No parking sign

هیله ده د مخکې کېدو په ځایونو کې موټر پارک نکړئ

د یوه موټر لارې

Hexagonal stop sign

تاسو باید ودرېږئ تر څو را نږدې کیدونکي ترافیک تېر شي او له تاسو څخه مخکې شي

Rectangular allow overtaking sign

که چېرته تاسو ګورئ چې یو موټر ستاسو پر لور را روان دی، یا ستاسو تر شا موټر چلوونکی غواړي له تاسو څخه مخکې شي، ستاسو کیڼ لوري ته د مخکې کېدو د ځای لوري ته خپل موټر ګوښه کړئ، یا ستاسو ښي اړخ ته د مخکې کېدو ځای ته مخامخ صبر وکړئ

Oncoming traffic priority sign

کله چې ترافیک له پاسه راځي، نو که کولای شئ هغوی ته لاره ورکړئ

Square passing place sign

که چېرته داسې وي چې تاسو باید هغو ترافیکو ته لار ورکړئ چې ستاسو پر لور را روان دي، نو که چېرته د مخکې کېدو ځای ته نږدې یاست، شا ته لاړ شئ تر څو هلته ورسېږئ

Triangular cyclists sign

کله چې له پیاده رو، سایکل چلوونکي او آس چلوونکو ساحو څخه تېرېږئ، نو سرعت مو راکم کړئ

Triangular sheep sign

وګورئ چې پسونه او وحشي ژوي نه وي

او په یاد ولرئ ...

Circular no phone sign

د موټر چلونې پر مهال موبایل مه کاروئ

Circular no alcohol sign

هېڅکله الکولو تر څښاک وروسته موټر مه چلوئ

Circular no drugs sign

هېڅکله د نشه یي توکو له کارولو وروسته موټر مه چلوئ

Square fuel sign

له اوږه سفر څخه مخکې پلان جوړ کړئ ــ د تېلو د ټانکونو تر منځ ځینې وخت اوږده واټنونه وي

نوي مهم اصول.

د سړک د کاروونکو لپاره د مراتبو یوه نوې لړۍ موجوده ده

هغوی چې ډېر ضرر رسولای شي، تر ټولو لوی مسوولیت لري

موټر چلوونکي او سپاره کسان باید هغو پلیو افرادو ته لاره ورکړي کړي چې له سړک څخه ترېږي

په نورو جزئیاتو کې:

پلي او سایکل چلوونکي عابرین څلور لارو ته په ننوتلو او ترې وتلو کې ډېر مسوولیت لري

موټر چلوونکي او سپاره کسان چې کله له نورو څخه مخکې کېږي، باید ډېر واټن په پام کې ونیسي. لږ تر لږه:

  • 5 متره کله چې په mph 30 سرعت کې له سایکل چلوونکي څخه مخکې کېږي
  • 2 متره او له 10mph څخه کم سرعت کې د آس او آس ګاډي چلوونکو لپاره
  • 2 او کم سرعت کله چې له په سړک له پلیو تېرېدونکو لارویانو څخه مخکې کېږئ

سایکل چلوونکي کولای شي چې د لین په منځ کې حرکت وکړي یا دوه تنه د خپل خوندیتوب لپاره څنګ په څنګ حرکت وکړي

په موټر کې، دروازه باید په هغه لاس خلاصه شي چې له موټر څخه ډېر لرې وي، دا کار له موټرچلوونکي سره مرسته کوي تر څو په خپله خوا و شا کې سایکل چوونکي او پلي لارویان وویني.

د سرعت حدود

 موټروې

د دوه موټرونو لاره

د یوه موټر لاره

ودانیزه ساحه

70mph
113km/h

70mph
113km/h

60mph
97km/h

30mph
48km/h

موټر-موټرسایکل/سایکل

60mph
97km/h

60mph
97km/h

50mph
80km/h

30mph
48km/h

موټر/کاروان

70mph
113km/h

60mph
97km/h

50mph
80km/h

30mph
48km/h

بس

70mph
113km/h

70mph
113km/h

50mph
80km/h

30mph
48km/h

د موټر کور – له 3,050 kg څخه کم (له بار پرته)

70mph
113km/h

60mph
97km/h

50mph
80km/h

30mph
48km/h

د موټر کور – له 3,050 kg څخه زیات(له بار پرته)

Back to top